د جرمنی جمهوریت په پلازمېنه مونشن کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جنرال قونسلګري – ©۲۰۲۰
دا د جرمنی جمهوریت په پلازمینه مونشن کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د جنرال قونسلګري رسمي ویب پانه ده. د نورو انټرنټ پاڼو باندنۍ تړنې (لینکونه) باید د نوموړو پاڼو د لید لوري او د محرمیت تګلارې د تائید په مانا ونه ګڼل شي.
د ویب پاڼې جوړونکی: د بهرنیو چارو وزارت – د ویاند دفتر او د عامه اړیکو ریاست
په مونشن کې د افغانستان قونسلگری د کاري حوزې مربوط ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د قونسلګرۍ چارې د پخوا په څېر :
او د قونسلی خدماتو د نورو چارو په برخه کې دوام لري او ګران مراجعين کولای شي، د خپلو کارونو د اجراء په موخه هره ورځ د سهار له نهه بجو دغه نمايندګۍ ته مراجعه وکړي.
همدا راز د ویلو ده چې د تخنيکي ستونزو له کبله د نوي پاسپورټ غوښتونکي دې تر بلې خبرتيا منتظر پاتې شي او هغه هېوادوال چې الکټرونيک پاسپورټونه ولري او وخت يې پای ته رسېدلی وي، کولی شي د خپلو پاسپورټونو سره د تمديد لپاره دغه نمايندګۍ ته مراجعه وکړي.
د چارو د لا اسانتیاوو په پار دپاسپورټ د تمدید لپاره کولای شي د پوسټ له لارې خپله غوښتنه وکړي. د اړینو او لازمه اسنادو د بررسۍ ورورسته ستاسو پاسپورټونه تمدید او د پوسټ له لارې تر ستاسو کوره درلیږل کیږي.
د پاسپورټ د تمدید د لا زیاتو مالوماتو لپاره لومړی په لاندې برښنالیک د قونسلګرۍ د همکارانو سره په اړېکه کې شی:
This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
په درنښت
په مونشن کې د افغانستان جنرال قونسلگری